اشك آباد 16 ستمبر (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن په درې ورځنۍ سركاري دوره اشک آباد ته رسيدلې، اولس مشر به نن د اتوار ورځ څخه پيل كيدونكي 5م اېشین انډور او ??ارشل آرټس ګیمز پرانستې دستوره كښې ګډون كوي۔ جاری شوې پرېس ریلیز له مخې اولس مشر سره وړمبۍ ميرمن بیګم محمودہ ممنون حسېن هم وه، اشك آباد ته په رسيدو د ترکمانستان دوهم اولس مشر دادیبے امان ګلیدیوف د اشك آباد په هوائي ميدان د هغوي تود هركلے وكړو۔ اولس مشر سره دوهم وزير جام کمال هم دې۔ هوائي ميدان په رسيدو د ترکمانستان دوه ماشومانو اولس مشر او ??ړمبۍ ميرمن ته د ګلونو ډالۍ وړاندې كولو سره په رویتی انداز هركلې وكړو۔ دې څخه وړاندې په ترکمانستان كښې د پاکستان سفیر مراد اشرف جمال اے پی پی ته وو??يل د اولس مشر دورې سره به ګیمز كښې شريك د پاکستان 130 كسيزې ډلې ډاډګيرنه وشي۔ده وو??يل اولس مشر به 5م اېشین ګیمز پرانستې دستوره كښې ګډون كوي۔ په دې ګیمز كښې د 64 هېوادونو 5500 لوبغاړي ب??خه اخلي۔ ده وو??يل ترکمانستان ، افغانستان ، پاکستان ، ??نډ??ا (تاپی) ګېس پائپ لائن پروژې نه علاوه د تركمانستان سره د فائبر آپټيګ نیټ ورك او ریل او سړك د لارې د رابطو پروژوې اهميت لرونكې پروژوې دي۔ ده وو??يل د ترکمانستان شريك حکومتی کمېشن غونډه تيره مياشت كښې شوې وه چې پكښې د پاکستان سره فضائی رابطو بحالۍ كښې خوښې لرلې شوې وه۔ د خپلې دورې په مهال به اولس مشر د ترکمانستان خپل همڅنګ سره هم ملاقات كوي۔