اسلام آباد 26 اکتوبر (اے پي پي)د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري برجېس طاهر وئيلي دي پاکستان او د کشمیر په تاريخ كښ?? 27م اكتوبر د تورې ??رځ په توګه لمانځلې كېږي٬ هند د يو سوچ ترمخه په كشمير خېټه اچولې ده۔ دا خبرې وفاقي وزير چوهدري برجېس طاهر خبرې كنفرنس ته خپله وېنا كښ?? وكړې۔ ده ووئيل كشمير د تكميل پاكستان نامكمله اېجنډا ده٬ مونږ خپلو كشميريانو ورڼو ته باور وركوٶ چې (نن) د تورې ??رځ په مهال به ټول پاكستانې قام كشميري ورڼو سره اوږه په اوږه ولاړ وي۔ ده ووئيل د ټول هېواد په ټولو صوبائي سرښارونو او لويو ښارونو كښ?? به خاص دستورې كولې شي۔ د كشمير او ګلګت چارو وفاقي وزير چوهدري برجېس طاهر ووئيل پاكستان به د كشميريانو کی اخلاقي، سیاسي او سفارتي ملاتړ روان ساتي ۔ ده ووئيل پاكستان تل په نړيوالو فورمونو د كشمير كشاله رامخې ته كړې او پخواني وزيراعظم تل په عمومي اسمبلۍ كښ?? د كشميريانو د حقونو خبره كړې او هم دغه و??ه ده چې او آئي سي ٬ روس او چين هم د كشمير كشالې په اړه د پاكستان د دريځ ملاتړ كړې۔ ده ووئيل تر څو چې د كشمير كشاله د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې هواره نشي تر ھغې وخت به پاكستان په قلاره نه كېښني