اسلام آباد 24 نومبر (اے پي پي) د اط??اع??تو٬ خ??رونو او قومي ورثه دوهمې وزيرې مر??م اورنګزېب د پېښور په حيات آباد سيمه كښې د چاودنې سخته غندنه كولو سره په دې افسوس ناكه پېښه كښې د اېډيشنل آئي جي اشرف نور پشمول ترهګرې سره مخ شويو لپاره د غم او درد څرګندونه كړې۔ د جمعې په ورځ په خپل يو بيان كښې دوهمې وزير مر??م اورنګزېب ووئيل چې د پاكستان پوليسو٬ وسله والو ځواكونو ٬ قانون نافذ كوونكو ادارو او بهادرو ځوانانو شهادت ترلاسه كولو سره د خوږ وطن بنيادونه قوي كړي دي۔ هغې ووئيل چې زمونږ قربانې د ترهګرې په ضد جنګ زمونږ د پوخ قومي عزم څرګند ثبوت دے?? دوهمې وزيرې ووئيل چې هر يو پاكستانې به د ترهګرې په ضد سينه سپر كوي او د وينې تر وروستې قطره به د ترهګرو په ضد جګړه كوو۔ هغې ووئيل چې زمونږ دښمن د ترهګرې د لارې د امن٬ خ??شحالې او پرمختګ لار نه شي نيولې