اسلام آباد ۔ 19 دسمبر (اے پی پی) د سې??ېټ د ټول ايوان د كمېټۍ غونده د نهې په ورځ د پارلمان په ودانۍ كښې د چیئرمېن میاں رضا رباني په مشرۍ كښې وشوه ۔ غونده كښې د پوځ سرلښ??ر د اوسنيو دورو په اړه پاكستان لپاره د بدلېدونكې قامي سلامتيا د وضعې جاج واخستې شو٬ د پوځ سرلښكر٬ ډي جي اېم او٬ ډي جي آئي اېس آئي او ډي جي آئي اېس ??ي آر ګډون وكړو۔ د سې??ېټ چیئرمېن خپلو خبرو كښې ووئيل د سرلښكر سې??ېټ ته په راتګ هركلے كوٶ٬ د خارجه پاليسۍ او قامي سلامتيا سره د اړوندو معاملو پحقله د كمېټۍ د كردار نه خبر كړې شو۔ ده ووئيل نننۍ غونډه د خپل نوعيت وړومبنې ګام دے كوم چې دې لپاره پورته كړې شوې چې دا خبره باوري شې چې د پاكستان د قامي سلامتيا پاليسۍ د بدلېدونك?? سيمه ايزو حقائقو او د پاكستان د امنيتي وضعې له مخې ده۔ د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ د امنيتي وضعې پحقله كمېټي په تفصيلي توګه خبر كړه او د دې نه پس ډائرېكټر جنرل ملټري آپرېشنز مېجر جنرال ساحر شمشاد مرزا تفصیلي پرېزنټېشن وركړو۔ د پرېزنټېشن نه پس د پوځ سرلښ??ر د سې??ېټ د غړو د پوښتنو په ذاتي توګه ځوابونه وركړل كوم چې د قامي مفادو او د سلامتيا څانګو پحقله وو٬ كومو چې تر درېو ساعتو نه زيات دوام لرلو۔