اسلام آباد 12 جنوری (اے پی پی) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئېلي دي حكومت د هېواد په ټولو برخو كښې په ارزانه بيعه د براډ بينډ آسانې وركولو لپاره عملي ګامونه پورته كوي٬د تهري جي او فور جي د خذماتو پیل كېدو نه پس د پروژې له مخې 5896 كليو والو سيمو ته د براډ بينډ آسانې وركولې شي٬د نوو لوظ نامو په نتيجه كښې به خېبر٬مومند او ډي آئي ??ان كښې د درې نيم اربه روپو په لګښت ??ره په 1187 كلي والو سيمو كښې د 40 لكو نه زيات خلق آسانې ولري۔ده دا خبرې د جمعې په ورځ په ځايې هوټل كښې د وفاق تر انتظام لاندې په قبائېلي سيمو (فاټا)٬ خېبر ايجنسۍ٬مومند ايجنسۍ او ډي آئي ??ان كښې پائيدار پرمختيائي پروژو لپاره د براډ بينډ په لوظ نامه د لاس ليك دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔وزيراعظم د يونيورسل سپورټ فنډ په مرسته د هېواد په قبائېلي سيمو كښې د براډ بينډ آسانيو لپاره د اقداماتو ستائنه كولو ??ره ووئيل دې ??ره به خلق په كور آسانې ولري او د ښارونو او د كلي والو سيمو ترمينځه به د فرق ختمولو له مرسته تر لاسه شي۔د انفارمېشن ټېكنالوجۍ وزارت له مخې كار كونكې يو اېس اېف په پاتې سيمو كښې د ټېلي كام آسانيو لپاره كار كوي۔ده د انفارمېشن ټېكنالوجۍ وزارت ته په راتلوونكو څلورو مياشتو كښې د دې پروژې تر??ره كولو او په ارزانه بيعه د آسانيو وركولو امر وكړو۔ده هيله څرګنده كړه چې دې ??ره به خلقو لپاره نوې لارې پرانستلې شي او د اي كامرس ??ره به نور يو شمېر خذمات هم رامينځ ته شي د كومو چې څو كاله وړاندې تصور هم نه شو كېدې۔وزيراعظم ووئيل اي سروسز په تندۍ ??ره رامخې ته كېدونكې څانګه ده او دا د هېواد په لرې سيمو كښې خلقو ته د روغتيا او تعليم او د كاروبار موقعې وركولې شي۔په نورو پړانو كښې به د دې په نتيجه كښې په اليكټرانك ووټنګ او د ټاكنو كولو په لګښت كښې هم كمي راشي۔ده ووئيل يو اېس اېف په هېواد كښې پائيداره پرمختيائي اهدافو ترلاسه كولو لپاره مرسته كوي۔وزيراعظم ووئيل حكومت د هېواد په ټولو سيمو كښې په ارزانه بيعه د براډ بينډ آسانيو لپاره اقدامات كوي چې دغسې د هېواد په لرې سيمو كښې آسانې پېدا شي۔ده ووئيل يو اېس اېف د ټولنې په پرمختګ كښې د مرسته كونكې كردار ادا كوي۔ده ووئيل د انفارمېشن ټېكنالوجۍ وزارت په هېواد كښې په ارزانه بيعه براډ بينډ لپاره د جامع حكمت عملۍ له مخې اقدامات كوي چې دغسې د ټېلي كام څانګې پرمختګ څخه د هېواد ټولې سيمې يو ډول استفاده وكړی شي۔وزيراعظم په كم پرمختللي او پاتې سيمو كښې انجونو لپاره د آئي ټي او اي سروسز په ??رك??ه كښې د انفارمېشن ټېكنالوجۍ پھ اړه د يو اېس اېف د اقدام ذكر هم وكړو۔يو اېس اېف انجونو لپاره د آئي سي ټي پروژې له مخې مائيكرو سافټ ??ره د انجونو تربيې لپاره ګدون كړی۔تراوسه د پاكستان بېت المال په وومن اېمپارومنټ مركزونو كښې د كمپيوټر 100 لېبارټرۍ جوړی كړی شوي چې پكښې به 3500 زده كوونكو له تربيه وركولې شي۔دستورې ته د انفارمېشن ټېكنالوجۍ دوهمې وزيرې انوشه رحمان هم وېنا وكړه او وې ووئيل د يونيورسل سپورټ فنډ د 226 كمپيوټرز لېبارټرۍ د لارې د اسلام آباد په سكولونو كښې زده كوونكو ته د آئي سي ټي تربيه وركولې شي۔مائيكرو سافټ به 202 ښوونكي هم تربيه كوي چې د لارې به يې 17 زره انجونو ته تربيه وركولې شي۔د دې نه وړاندې وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د يو اېس اېف او د يوفون ټېلي نار سروس وركونكو ترمينځه د لوظ نامو د لاس ليك دستوره كښې ګډون وكړو۔(