بهكر 20 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئېلي دي چې مسلم ليګ(ن)د نعرو په ځاې د اولس خذمت كړې٬د پنځه كاله كاركردګۍ په بنياد به اولس په جولائي 2018 كښې يوځ?? بيا مسلم ليګ(ن)له رائے وركوي٬په راروانو ټول ټاك??و كښې به د لعنت وئيونكو او خذمت كونكو ترمينځه مقابله وي٬باشعوره اولس به خذمت كونكي ټاكي٬څوك كه همت لري ??وب??ئي اسمبلۍ دې ختمې كړي٬اولس به د دې حساب د دوي نه په راروانو ټول ټاك??و كښې اخلي٬صحت كارډ د نواز شريف سوچ و۔د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په ا ېن اے 73 كښې د برېښنا او نورو پرمختيائي پروژو لپاره د 1 ارب روپو٬بهكر كښې د پوهنتون جوړولو٬دريا خان او كلور كوټ تحصيلونو له د ګاز وركولو اعلان كړی۔ده د خالي په ورځ په بهكر كښې د صحت كارډ اجرا نه پس اولسي غونډې ته خطاب كولو۔وزيراعظم ووئيل زه په دې ډېره خوشحاله يم چې ستاسو پخوانۍ غوښتنه ترسره شوه۔ما ته ??واز شريف په خاص توګه وئېلي وو چې د 20 كالو نه د كومې وعدې ترسره كولو موقع نه ده ترلاسه شوې٬په دې وعده بشپړولو هغوي له مباركي وركه۔په 7 اربه روپۍ لګښت د پل دا پروژه به بشپړه شي او د ساعتونو سفر به دقيقو له راشي۔ده ووئيل دا دوو صوبو پيوست كولو پل دې۔ده ووئيل په تېرو 65 كلو??و كښې 580 كلوميټره موټروے جوړې شوي دي او هغه هم مسلم ليګ(ن)جوړې كړی دي خو په دې پنځو كلو??و كښې 1700 كلوميټره موټروے ٬ 5 زره كلوميټره سړكونه جوړېږي٬ چې كوم كلي ته ??اړ شي د ??وب??ئي حكومت كارونه به درته ښكاري۔ده ووئيل حكومت په پنځو كلو??و كښې په زرګونو مېګاواټ برېښنا پیدا كړې۔د ګاز كمې لرې كوو او په كومو ښارو??و كښې چې ګيس نه وو هلته ګيس وركوو۔په كلور كوټ او دريا خان كښې به هم ګاز وركړی شي۔وزيراعظم ووئيل څومره كارونه چې په 65 كلو??و كښې نه و?? شوې يوازې په پنځو كلو??و كښې وكړی شو۔ده ووئيل دوه درې ورځې وړاندې په مال روډ لاهور وېنا كونكي زيات وو او اورېدوكي لږ وو٬د هغوي په نوم اخستلو وخت نه ضائع كوم٬د هغې جلسې وېنا كونكو د آئين تحفظ كونكي پارلمان باندې لعنت وئېلې٬دا په سياست كښې وړومبې مثال دې چې كوم خلك د اقتدار سياست كوي هغه په هغه اداره لعنت وائي په دې سياست مونږ نه پوهېږو۔ده ووئيل د نواز شريف سياست د شرافت خذمت او د پاكستان د پرمختګ سياست دې٬زمونږ سياست د لعنت وئېلو نه دې۔ده ووئيل زما تاسو سره وعده ده تر ټاكلي وخت به د(ن)ليګ حكومت به دوامدار وي او ستاسو خذمت به روان ساتي۔په دې مهال سناتور ظفر الله ډانډله٬د قامي اسمبلۍ غړي عبدالمجيد خان٬ډاكټر افضل ډانډله٬ملك ابرار٬وفاقي وزيرې سائره افضل تارړ٬??وب??ئي وزيران٬د ??وب??ئي اسمبلۍ غړي او د مسلم ليګ لارښود هم موجود وو۔وزيراعظم مستحق كسانو له د صحت كارډ په وركولو بهكر كښې باقاعده د پروګرام اجرا وكړه