لندن13 فروری) اے پي پي(د كورنيو چارو وزير احسن اقبال وئيلي دي چې پاكستان د نړيوال معيشت غړې جوړولو او غ??ره سرمايه كارۍ لپاره د اليكټرانك ويزې په جاري كولو غور كوو۔د پاكستان په هائي كميسون كښې د وفاقي وزير په درنښت كښې جوړې شوې دستورې او پاكستانې كميونټۍ ته د وېنا كولو په م??ال وفاقي وزير ووئيل چې مونږ د خپل خارجه دفتر په مش??ره د اي ويزې په اجرا كار كوو چې دغسې د نورو هېوادونو پشان سېل كونكو او سرمايه كارو ته د دا ويزه جاري كړې شي او پاكستان په نړۍ كښې سېلګرۍ او سرمايه كارۍ لپاره ښه م??زل جوړ شي۔په دې موقع په برتانيه كښې د پاكستان دوهم هائي كمشنر زاهد حفيظ چوهدري٬لارډ قربان٬د يو كے د پارلمان غړي الياس امين قرېشي او محمد ياسين نه علاوه د پاكستان د هائي كميسون چارواكي او د برتانيې پاكستاني وګړي په لويه شمېره م??جود وو۔احسن اقبال ووئيل چې د مسلم ليګ(ن)حكومت د پاكستان معيشت په سمه لار روان كړی او د پاكستان معيشت اوس د نړۍ په تندۍ سره په پرمختګ كونكو معيشتونو كښې شمېرلې شي۔ده ووئيل چې په كال 2013م كښې د ټول ټاكنو نه پس چې كله زمونږ حكومت جوړ شو نو د هېواد معاشي صورتحال ډېر خراب وو۔20 ساعته لوډش??ډن?? به كېدو۔صنعتونو ته د لوډش??ډن?? له امله ګاز او برېښنا نه وركول كېده۔د پاكستان د جي ډي پي شرح په درې فيصده ولاړه وه۔د امن او امان صورتحال ښه نه وو٬هره ورځ به بمي چاودنې كېدې او ګڼ شمېر خلك به وژل كېدل۔ده ووئيل چې نيوزويك هغه وخت پاكستان د عراق نه هم خطرناك هېواد ګرځولې وو۔د مسلم ليګ(ن)حكومت د پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف په مشرۍ كښې شپه او ورځ كار وكړو او دا ستونزې يې كمې كړی۔ده ووئيل چې كورونو او صنعتونو ته ګاز وركړی شو٬ 11 زره مېګاواټه برېښنا په قامي ګرډ كښې شامله كړی شوه۔په هېواد كښې امن راغلو٬په فاټا او كراچۍ كښې امن بحال شو٬د پاكستان او چين د 46 ارب ډالر لوظ نامه لاس ليك شوه۔د تهركول پروژه بيرته پیل كړی شوه۔د تهركول څخه راتلونكو 400 كلونو لپاره د پاكستان د توان ضروريات پ??ره كېدې شي۔د پاكستان د جي ډي پي شرح تېر كال 5.3 فيصد وه٬اوس پاكستان سرمايه كارو لپاره ښه م??زل ګرځېدلې۔