اسلام آباد 11 اپرېل (اے پي پي) پخواني وزيراعظم محمد نوا?? شريف وئيلي دي چې د جے آئي ټي تفتيشي راپور څرګندېږي٬اصل حقائق كوم چې زمونږ په حق كښې كېدې شو٬د پټولو هڅه يې شوې خو هغه هم ونيول شول٬واجد ضياﺀ مونږ ته سرټيفيكېټ راكړی چې خواجه حارث درست وائي٬واجد ضياﺀ دا هم وئېلي چ?? نوا?? شريف د تنخا په اړه ده سره كوم ثبوت نشته٬په كوم تور چې ټاكل شوې وزيراعظم ويستلې كېږي٬د هغې ثبوت هم نشته نو بي?? دا كيس څه دي٬دا كيس پراډ دې او د نوا?? شريف نه د انتقام اخستلو مقدمه ده۔د ??ورو په ورځ د احتساب عدالت په خوا كښې خبريالانو سره په خبرو كښ?? نوا?? شريف ووئيل چې نن تاسو عدالتي كاروائي هم ليدلې٬د جے آئي ټي تفتيشي راپور څرګندېږي٬معلومه نه ده چې جے آئي ټي دا حقائق ولې پټ كړي وو او نور څيزونه يې په خپل راپور كښې وړاندې كړي۔ده ووئيل چې د پاكستان د كروړونو په شمېر اولس نوا?? شريف سره دې٬نوا?? شريف سره مينه لري٬ځكه دا خلك نوا?? شريف نه شي زغملې۔ده ووئيل چې د جے آئي ټي په 6 كښې درې غړي په سياسي توګه زمونږ سخت مخالف دي او د دوي يا د دوي د كورنۍ پي ټي آئي سره تعلق دې۔د ??ې پوښتنې په ځواب كښې چې كه چرته خارجه وزير هم په اقامه ويستلې شي نو ستاسو غبرګون به څه وي۔نوا?? شريف ووئيل چې غبرګون به هغه وي كوم چې د ټول قوم غبرګون دې٬دا د پاكستاني قوم غبرګون دې۔تاسو يې پھ ورځپاڼو او ټي وي چينلو كښې وينئ