لاهور 14 اپرېل (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعيد رفيق وئيلي دي چې بايد د ټولو ادارو عزت وكړے شي خو زمونږ هم عزت دے٬ د عدليې بحالې لپاره مو ب??د تېر كړې٬ جمهوري سياسي كاركن يم٬ هيله لرم چې د يو بل احترام به وكړې شي٬ رېلوے 50 اربه روپې ګټي٬ 35 اربه خساره به وي۔ په مسافرو كښې د يو كروړ 40 لكه اضافه شوې۔ سترې محكمې د رېلوے د مكمل آډټ كولو حكم كړے۔ خبريالانو سره په ??برو كښې وفاقي وزير ووئيل چې عدالت ته په نېك نيت راغلي يو٬ په ??ېلوے خبرې كولو لپاره راغلي يو او په ??ې خبره كول غواړو۔ ده ووئيل چې كله رېلوے راكړې شوه نو 18 اربه روپې ئې ګټلې او د 30 نيم اربه روپو خساره وه٬ نن رېلوے 50 اربه روپې ګټي او خساره به 35 اربه روپې و??۔ ده ووئيل چې څنګه څوك سوچ كولې شي چې په ??ېلوے كښې بهتري نه ده راغلې۔