اسلام آباد 06 مئي (اے پي پي) د دفاع وزير انجينئر خرم دستګير خان وئيلي دي چې پاكستان د ټولو مسئلو په سوله ايز حل باور لري٬ په منطقه كښې د امن او استحكام ودې لپاره د تاجكستان هڅو ته د قدر په سترګه ګورو۔ ده دا خبرې د تاجكستان په پايه تخت دوشنبې كښې د تاجكستان د دفاع وزير جنرال شېر علي ميرزو سره د ملاقات په مهال په خپلو خبرو كښې وكړې۔ دا ملاقات د ترهګري د مخ نيوي په اړه د نړيوال كن??رنس په موقع شوے۔ د دفاع وزير ووئيل چې په داسې حال كښې د افغانستان په ګاونډ كښې دي٬ پاكستان او تاجكستان د سلامتيا چېلنجونو او خطرو سره مخ دي۔ وفاقي وزير ووئيل چې پاكستان د ټولو مسئلو په سوله ايز حل باور لري٬ په منطقه كښې د امن او استحكام ودې لپاره د تاجكستان هڅو ته د قدر په سترګه ګورو۔ ده ووئيل چې د چين پاكستان اقتصادي ??ار به د ګوادر څخه تر كاشغر او په تاجكستان كښې تر م??ري??ب د روابطو زياتولو نوې او ځانګړې موقعې پېدا كړي۔ خرم دستګير ووئيل چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه دفاعي مرستې لپاره موقعې لټول كېدے شي ځكه چې د پاكستان په دفاعي صنعتونو او د معياري مصنوعاتو په پېداوار كښې بهتري او جدت راغلې۔ وفاقي وزير د خفيه اطلاعاتو په بنياد د مرستې او د ترهګرې په ضد جنګ كښې د پوځي مرستې د تبادلو وړاندېز و??ړو?? وفاقي وزير په دې كن??رنس كښې د پاكستان نمائندګي وكړه كوم چې د مئي په 3مه او 4مه نېټه په دوشنبې كښې وشو۔ د دې كن??رنس اهتمام تاجكستان د ملګرو ملتونو په مرسته كړے و۔ د دوشنبې كن??رنس په موقع وفاقي وزير خرم دستګير سره د ترهګرې مخ نيوي په اړه د ملګرو ملتونو چارواكي جنرال ولادي مير ورنكوف هم ملاقات و??ړو??