چاغې 11 اګست (اے پي پي) د چاغي دالبندين سيمې سره نزدې د چينائي انجينئرانو بس سره نزدې په ځانمرګي بريد كښې د درې انجينئرانو پشمول 6 كسان ژوبل شوي دي۔ ?? چاغي ډپټي كمشنر سېف الله كهېتران د پېښې تصديق كولو سره وئيلي دي چې په پېښه كښې د اختر رحمان او صابر په نوم دوه اېف سي اهلكار او بس ډرائيور محمد ابراهيم ژوبل شوي دي كوم چې شاه فهد روغتون دالبندين ته رسول شوي دي۔ ??غسې د ليان لنګ٬ يومب ر??وي او هوكزياؤ په نوم چينائي انجينئران ??لا?? لپاره كراچې ته منتقل كړې شوي دي۔ ?? امنيتي چارواكو له مخې په سېنډك پروژه كار كوونكي چينائي انجينئران رخصتي تېرولو لپاره وطن ته تلل غوښتل چې دالبندين سره نزدې ئې ګاډې په نښه كړې شو خو ګاډې لا ځائ ته نه و رسېدلې چې چاودنه وشوه او ډرائيور بس په سمدستي توګه ايسار كړو او ځاني زيان كم شو۔ د پېښې نه پس امنيتي ځواكونو سيمه محاصره كړه او په خوا او شا س??مو كښې ئې د لټون عمليات هم پېل كړل۔