اسلام آباد ۔ 17 اګست (اے پی پی) د قانون او انصاف وف??قی وزارت د قانون او انصاف وف??قي وزير بېرسټر سيد علي ظفر ??ه مشرۍ كښې پرېزېنټېشن له د يو شمېر بلونو مسوده وضعه كړه په كومه به چې وف??قي كابينه غور كوي۔ د جمعې په ورځ جاري كړې شوي بيان ترمخه د قانون او انصاف وزير بېرسټر سيد علي ظفر د قانون او انصاف وزارت په قانونو كښې د اصلاحاتو په حقله د يوې غونډې مشري كولو په مهال ووئيل هېواد په انصاف كښې د تاخير په ډول يوې جدي مسئلې سره مخ دے چې په سوب ئې د مقدمو پرېكړې تر څو لسيزو نه كېږي۔??فا??ی وزیر ووئيل لنډ مهاله حكومت ته دا اعزاز ترلاسه دې چې په لنډه موده كښې ئې ضابطه ديواني (بدلون) بل 2018ء ته حتمي شكل وركړې۔ ده ووئيل ددې اصلاحاتو مقصد د مقدمو چلولو په نظام كښې انقلابي بدلون راوستل او دا پرمختګ كړې هېوادونو كښې د عملي كړې شوي ??ظام ترمخه جوړول دي۔ په ابتدائي توګه ددې اطلاق به اسلام آباد كښې كېږي۔ وف??قي وزير ووئيل د اړوند اهدافو او مقصدونو ترلاسه كولو له د اصلاحاتو عمل جاري ساتل او په دې اړه قانون سازي كول به د نوي ??اكلي حكومت لپاره يو لوئے چېلنج وي۔