اسلام آباد 30 جنوري (اے پي پي) د پاكستان په ټولو ضلعو كښې د روغتيا آسان??و په پروګرام عملدرآمد له د قامي صحت وزارت او پاكستان سټېټ ل??ئف انشورنس ترمينځه په لوظ نامه لاس ليك شوے۔ په دې موقع د صحت وفاقي وزير عامر محمود كياني ووئيل چې د دې سكيم ترمخه غريب او پسمانده طبقو لپاره د صحت آسانيۍ وركړې شي او د اندازې له مخې 9 كروړه كسان به د دې څخه استفاده وكړي۔ د صحت آسان??و پروګرام ترمخه كورنيو له به په پينل د موجود روغتونونو څخه درملنې لپاره 7 لكه 20 زره د طبي آسانيو خدمات وركولې شي كوم به چې د هېلت انشورنس ترمخه دغه كورنيو ته وړيا ترلاسه كې??ي چې پكښې په روغتون كښې داخله هم شامله ده۔ د پروګرام ترمخه په سپيځلي ډول به 15 ملين كورنيو ته د صحت انصاف كارډ وركولې شي۔ د?? كارډ به پنجاب٬سندھ٬بلوچستان٬اے جے كے٬ګلګت بلتستان او د قبائېلي ضلعو كورنيو له وركولې شي۔ د?? د پاكستان تحريك انصاف حكومت لويه كارنامه ده۔ د دې پروګرام د لارې به د ټول هېواد غريبو كورنيو له طبي مرسته وركولې شي۔ د صحت آسان??و په پروګرام عملدرآمد له د وزارت د اړخه وفاقي سېكتر كېپټن (ر) زاهد سعيد او د سټېټ ل??ئف انشورنس چيئرمېن لاس ليك كړے