اسلام آباد 17 فروري (ا?? پي پي) د انصاف په نړيوال عدالت ??ښې به د هندي جاسوس كلبهوشن ياديو د كېس اورېدنه (نن) د ګل په ورځ په هېګ كښې كېږي كوم چې به تر څ??ورو ورځو دوام لري۔ پاکستان او هند به د انصاف په نړيوال عدالت ??ښې خپل كېس وراندې كوي۔ د خارجه دفتر وياند او د كلبهوشن ياديو په كېس كښې د پاكستان د معاون اېجنټ په توګه نمائندګي كوٶنكې د خارجه دفتر وياند محمد فېصل ” ا?? پي پي” سره په ټېلي فوني تماس كښې ووئيل د انصاف په نړيوال عدالت ??ښې به د كېس اورېدنه د فرورۍ په 18مه نيټه د پاكستاني وخت له مخې ماسپخين دوه بجو نه تر 5 بجو كېږي۔ ده ووئيل پاكستان به خپل دلائل په 21 فرورۍ د اووه نيمو نه تر 9 بجو وړاندې كوي۔ ده ووئيل د كېس په اړه جامع حقائق راغونډ كړې شوې دي او د هند لخوا د دلائلو په ??د به هم د آئين او قانون په توګه بشپړه دلائل وړاندې كولې