اسلام آباد ۔ 21 اپریل (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان ?? ايران دوه ورځنۍ دورې په لړ كښې د اتوار په ورځ مشهد ته ورسېد۔ دلته شېبه ګړۍ له پاتې كېدو څخه وروستو به دې تهران ته رو??نېږي۔ ?? ايران اولس مشر وزيراعظم عمران خان ته ددې دورې بلنه وركړې ده۔ دا د وزيراعظم عمران خان ?? ايران اولنۍ سركاري دوره ده۔ په شهید هاشمی نژاد هوائي مېدان د خراسان رضوي صوبې ګورنر علي رضا رازم حسېني وزيراعظم ته هركلې ووې۔ ايران كښې د پاكستان سفير رفعت مسعود او مشهد كښې د پاكستاني قونصل خانې اهلكار هم په دې مهال موجود وو۔ وزیراعظم سره دې دوره كښې چې كوم وزيران٬ خاص صلاكار او مرستيال تلي دي هغ??ي كښې د بشري حقونو وفاقي وزيره ډاكټر شیریں مزاری، د مېری ټائم افېئرز وزیر سید علی حېدرزېدی، تجارت لپاره د وزير اعظم صلاكار عبدالرزاق داؤد، د وزیراعظم خاص مرستيال سید زوالفقار عباس بخاری، رو??تيا لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ډاكټر ظفراللہ مرزا او پټروليم لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ندیم بابر شامل دې