کراچۍ 22 اپرېل (اے پي پي) اولس مشر ډا??ټر عارف علوي وئيلي دي کراچۍ د پاکستان د معیشت د ملا تير دے ، د وزیراعظم لخوا په اعلان كړو ن??يو منصوبو دې كار ګړندې كړې شي٬ ګرېن لائن پروژه دې زر تر زره بش??ړه كړې شي۔ اولس مشر ډا??ټر عارف علوي دا خبرې د ګل په ورځ د سندھ انفراسټرکچر ډوېلپمنټ کمپنۍ لخوا د بريفنګ په مهال كړې۔ په دې مهال اولس مشر كراچۍ كښې د وفاقي حكومت په سندھ كښې د روانو منصوبو د پېشرفت نه خبر كړې شو۔ اولس مشر ووئيل د كراچۍ اولس ته آسانۍ وركولو ته حكومت پام لرنه كوي۔ اولس مشر امر وكړو چې ګرېن لائن پروژه دې زر تر زره بش??ړه كړې شي ځكه چې دا منصوبه كراچۍ كښې هره ورځ سفر كولو لپاره ډېر اهميت لري۔ اولس مشر ووئيل د كراچۍ پېكج له مخئ دې د منګهو پير٬ نشتر او شېرشاه سوري په سړكونو فلائي اوور تر ستمبر بش??ړه كړې شي۔ اولس مشر په دې خبره زور رواړو جې فائر فائټنګ لپاره نوې راتلونكې سامان دې اېم سي او سائټ اېسوسيشنز په مرسته سائس ته ورسولې شي، دغسې چې د هر ډول پېښې په صورت كښې دا په موثره توګه وكارولې شي