اسلام آباد 13 مئی (اے پی پی)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي د هېواد كومه هم صوبه يا برخه چې د پرمختګ كړو سيمو سره برابر كړې شي نو د محرومۍ احساس به لرې شي٬ د ټولو سياسي ګوندونو په صلاح د پخوانۍ فاټا د چوكو شمېره كښې د زياتوالي پريكړه خوشبينه ده٬دې سره به د سيمې وګړي دا احساس وشلري چې قام د هغوي سره ولاړ دے ٬٬په قامي مالياتي كمېشن كښې فاټا له د درې فيصده اضافي برخې په وركولو به پھ هر صورت عملدرآمد كولې شي٬خېبرپښتونخوا پخواني فاټا كښې د شوي تباهۍ ازاله يوازې د خپل فنډ څخه نه شي كولې بايد په دې كښې نورې صوبې هم كردار ترسره كړي۔د ګل پھ ورځ قامي ا سمبلۍ كښې دپه خېبرپښتونخوا كښې ضم شوو قبائېلي ضلعو د قامي او صوبائي اسمبليو د چوكو بيا د سره تعين لپاره په دستور(بدلون)بل 2019 بحث راغونډولو كښې وزيراع??م وو??يل نن په دې ډېر خوشحاله يم چې د فاټا په حقله دا مهم آئيني بدلون ټول ټول پارلمان ملاتړ كوي۔دې سره به د قبائېلي سيمې وګړي دا احساس ولري چې ټول قام د هغوي سره ولاړ دے ۔ده وو??يل د ترهه ګرۍ په ضد د جنګ په مهال قبائېلي سيمو كښې لويه تباه شوې او په دې مهال چې څنګه مسئلې رامخې ته شوې مونږ غواړو چې دا مسئلې حل شي او د ځپليو كسانو غږ واورېدلې شي۔ وزيراعظم عمران خان ووئېل زه په دې ډېر خورشحاله يم چې ټولو سياسي ګوندونو په اتفاق د پخوانۍ فاټا چوكۍ زياتولو له پريكړه كړې۔ده وو??يل موننږ ته معلومه ده چې د معاشي ستونزو سره صوبې ځينې خدشات لري خو زه دا ګڼم چې فاټا كښې چې كومه تباهي راغلې د ??غې تباهۍ ازاله خېبرپښتونخوا يوازې د خپل فنډ څخه نه شي كولې۔بايد په دې كښې پاتې صوبې هم كردار ترسره كړي۔ده وو??يل د ختيز پاكستان پیښه يوه لويه پیښه ده د كومې بنيادي وجه چې احساس محرومي وه او دا احساس محرومي دې لپاره وه چې ختيز پاكستان كومه نمائندګي نه لرله ٬ ۔ ده ووئېل مونږ د د??غې څڅه زده كړې ته اړټيا لرو ۔وزيراع??م وو??يل د پاكستان ټولو سيمو له يو ډول پرمختګ ته اړتيا ده٬مونږ هڅه كوو چې د لږ پرمختلليو سيمو مسئلې په ترجيحي بنيادونو حل شي۔ده وو??يل نن د خوشحالۍ ورځ ده چې د پخوانۍ فاټا اولس به دا احساس ولري چې پاكستان د هغوي احساس لري او د هغوي مسئلې به ح?? كولې شي۔