اسلام آباد 14 مئي(اے پي پي) د وزیراعظم د اطلاعاتو او خپر??نو خاص مرستيالې ډاکټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې مخالفه ډلې دې حكومت ته د ډكټېټ كولو هڅه نه كوي ٬ هر ھغه كار به كوٶ كوم چې د هېواد او قام په ګټه وي٬ د مخالفې ډلې د مشرانو او وياندو ژبې ګاڼه دي ٬ د ھغوي په ژبه د ھغوي كرپټ مشران خب??ې كوي٬ شاهد خاقان عباسي ګوډاګې وزیراعظم ٶ، تاسو يو وارې د شريف كورنۍ نه ٬ بلكې د دې هېواد د وګړي په حې?? سوچ وكړي۔ د نهې په ورځ د وزیراعظم د اطلاعاتو او خپر??نو خاص مرستيالې ډاکټر فردوس عاشق اعوان د مسلم لیګ (ن) د مشرانو په خب??ي كنفرنس خپل غبرګون كښې ووئيل چې شاهد خاقان دې ووائي چې ایئر بلیو په ګټه او قامي ايئرلائن په زيان كښې ولې لاړو؟٬ دې ووئيل احتساب ھغه څوك كوي چې لاس او نيت ئې پاك وي ګني نو د زرداري د پېسو بېرته راوړلو ادعا خو ستاسو آقا هم كړې وه۔ دې ووئيل وړومبي تاسو كرپشن كوئ چې ونيولې شئ نو بيا د سياسي انتقام چغې وهۍ٬ دې زياته كړه چې كه تاسو د آئي اېم اېف پروګرا?? واخلۍ نو حلال او كه مونږ ستاسو د پالېسېو په سبب آئي اېم اېف ته ځو نو حرام۔