اسلام آباد 23 جون (اے پي پي) د قطر ا??ير شېخ تميم بن حمد الثاني د پاكستان دوه ورځنې دورې ترسره كولو نه پس د اتوار په ورځ وطن ته ستون شو٬ د نور خان په هوائي اډه سيد ذوالفقار عباس بخاري او نورو اعلٰي سول او پوځي چارواكو د قطر ا??ير رخصت كړو۔ د روانېدو نه وړاندې د پاك فضائيه چارواكو د قطر ا??ير ته د جے اېف 17 تهنډر په اړه بريفنګ وركړو۔ د قطر ا??ير په ملټي رول الوتكو كښې خپله ژوره دلچسپي وښودله۔ د وزيراعظم عمران خان په بلنه د قطر ا??ير شېخ تميم حمد الثاني د خالي په ورځ پاكستان ته راغلې و٬ ده سره د لوړې پاې پلاوې هم و۔ وزيراعظم عمران خان مهمو وز??را??و او اعلٰي چارواكو سره د قطر د ا??ير هركلې وكړو۔ د خپلې دورې په مهال د قطر ا??ير وزيراعظم عمران خان او اولس مشر ډاكټر عارف علوي سره ملاقاتونه وكړل۔ د دورې په مهال د قطر ا??ير ته د پاكستان او قطر ترمېنځه د دوستې او ورورولې اړيكو په وده د پاكستان تر ټولو اعلٰي سول اعزاز نشان پاكستان وركړے شو۔ د قطر ا??ير لخوا د پاكستان دورې په مهال د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اقتصادي شركت زياتولو په طريقو غور وكړے شو۔ په دې موقع د دواړو هېوادونو ترمېنځه په بېلا بېلو څانګو كښې لوظنامې او د مرستې دستاوېزات هم لاسليك كړے شول۔