اسلام آباد 24 جون (اے پي پي) سېنېټ د راتلونكي مالي كال بجټ سفار??ات په يوه خله منظورولو سره قامي اسمبلۍ ته لېږلي۔ د ګل په ورځ د سېنېټ غونډې په مهال د خزانې ٬ رېونيو او اقتصادي چارو د قائمه كمېټې چيئرمېن ساناتور فاروق اېچ نائیك د مالياتي بل 2019 پشمول د كلن بجټ په ګوشوارو په سفار??ات د كمېټۍ په راپور شوې صورت كښې د منظورۍ تحريك ايوان ته وړاندې كړو چې ايوان ئې په يوه خله منظوري وركړه۔ په دې موقع د كمېټۍ چيئرمېن فاروق اېچ نائیك ووئيل چې كمېټۍ د مالياتي بل د 65 سفارشاتو منظوري وركړې۔ ده ووئيل په 6 ورځو كښې د كمېټۍ لس غونډې وشوې او شپه او ورځ كار كولو سره ئې په تجويزونو غور كړے۔ ده ووئيل 94 جنرل سفار??ات او د ??ي اېس ډي پي پحقله 68 سفار??ات وړاندې شوي۔ ده د غړو د مرستې مننه وكړه۔ ده ووئيل د ??ي اېس ډي ??ي او منصوبه بندۍ او پرمختګ پحقله سفار??ات هم منظور كړې شوي دي۔ ده د غړو مننه كولو سره د اېف بي آر چيئرمېن او د نورو چاوراكو د كردار هم ستائنه وكړه۔ د سېنېټ چیئرمېن صادق سنجراني هم د خپل او د ايوان ??لخوا كمېټۍ او سېنېټ سېكټرېټ ته مباركي وركړه چا چې په وخت خپل كار ترسره كړو۔ په سېنېټ كښې د حك????تي ډلې مشر سناتور شبلی فراز هم د كمېټۍ د كار ستائنه وكړه ۔ د محصولاتو دوهم وزير حماد اظهر هم د كمېټۍ د غړو مننه كولو سره د بېلا بېلو وزارتونو د چارواكو هم مننه وكړه چا چې كمېټۍ سره بشپړه مرسته وكړه