اسلام آباد 15 جولائي (اے پي پي) د وزيراعظم د احتساب خاص مرستيال شهزاد اكبر وئ??لي دي په غلا جوړ كړے مال او جائيداد به د قانون له مخې ضبط كېږي?? د ??هباز شريف او د هغه د كورنۍ د هنډي او حوالې د لارې د مني لانډرنګ واضح ثبوت??نه موجود دي?? د ??هباز شريف په بهر هېوادونو كښې موجود جائيداد به راوړو او د احساس پروګرام د لارې به په غريبانو ويشلې شي۔ ده دا خبرې د ګل په ورځ په پي آئي ډي كښې خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ ده ووئيل د برتانيې مجلې ډ??لي مېل 33 پاڼې تحقيقاتي راپور خپور كړے چې پكښې د پنجاب پخواني وزيراعلٰي او د هغه د كورنۍ د مني لانډرنګ تفصي?? موجود دے او پكښې وئ??لي شوي څنكه روپۍ د مني لانډرنګ د لارې د پاكستان نه برتانيې ته منتقل كړې شوې۔ ده ووئيل دوي سره د پانامه نه واخله تر اوسنيو تورونو هېڅ ځواب نشته۔ دوي د ډېلي مېل خبريال سره د كال 2018م د انتخابي كمپائن په مهال اخستل شوې عكس په بنياد تور لګولې چې دا خبر ما چاپ كړے خو حال دا دے چې دا ټول دروغ وائي۔ ده ووئېل دغې خبريال سره عكس هغه وخت زمونږ مېډيا سېل جاري كړے ؤ۔ ده ووئيل شهباز شريف وئ??لي دي په خبر لګولو به هغه زما په ضد د لندن په عدالت كښې دعوٰي دائر كوي۔ زه وايم چې د دې دعوې نه منكر نه شي او د لندن په عدالت كښې دې ضرور دعوٰي دائر كړي٬ زه ټول ثبوت??نه لرم٬ په عدالت كښې به ئې وړاندې كړم او هغه به دروغجن ثابت كړم۔ ده ووئېل د جعلي ټي ټيز د لارې لېږلې ټولې روپې به څرګندې كړم۔ د دوي 36 ملي??نه روپۍ چې څرګندې شوې ?? د ??غې نه زياتې ئې په بهرنيو هېوادونو كښې پرتې دي ۔ ده ووئېل په عدالت كښې د كېس ګټلو سره به د احساس پروګرام د لارې دغه مال په غريبانانو ويشلې شي۔ ده ووئيل شهباز شريف او زامن ئې پوښتنه كوي چې كرپشن چرته شوے٬ دوي خو د مرستې پېسې هم نه دي پرېښي او په دې كښې ئې هم كرپشن كړے۔ ده ووئېل د 200 نه د زياتو اكاؤنټونو نه د دوي اكاؤنټونو ته غېر ملكي پیسې لېږلې شوې۔ ده ووئيل د غلا په پېسو اخستل شوې كور??نه او املاك به د قانون له مخې ضبط كولې شي او په قامي خزانه كښې به جمع كولې شي۔ ده ووئيل نېب د نويد اكرم د يو ارب نه زيات ??ائيداد ضبط كړے دے