اسلام آباد 21 اګست (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قر??شي د شورو په ورځ د ډنمارك خارجه وزير جېپي سباسچين كوفوډ سره په ټېليفون خبرې وكړې۔ دواړو خارجه وزيرانو د مقبوضه كشمير په خراب صورتحال خبرې وكړې او په دې لړ كښې ئې په مشوره او روابطو روانو ساتلو اتفاق وكړو۔ د خارجه دفتر وياند له مخې خارجه وزير شاه محمود قر??شي د ډنمارك خارجه وزير په مقبوضه كشمير كښې د هندوستان د يو اړخيزه اقداماتو نه خبر كړو۔ ده ووئيل چې هندوستان د اګست د 5مې نېټې نه په مقبوضه كشمير كښې د كرفيو د لارې محاصره كړې٬ په مقبوضه منطقه كښې ورځ تر بله د بشري حقونو څخه سرغړونې مخ په زياتېدو د??٬ د هندوستان يو اړخيزه اقدامات د نړيوالو قوانينو او د ملګرو ملتونو د امنيتي كونسل د قراردادونو مكمل خلاف ورزي ده٬ د ملګرو ملتونو د امنيتي كونسل عمومي سېكتر او امنيتي كونسل د دې صورتحال نوټس ??خي??تې۔ ده ووئل چې د 9 لكو نه زيات هندي عسكر په مقبوضه جمو او كشمير كښې موجود دي۔ د پرله پسې كرفيو له امله خوراك او داروګان نشته٬ مونږ تل مذاكراتو لپاره تيار وو او اوس هم تي??ر يو۔ د ډنمارك خارجه وزير ووئيل چې هغه په دې ټول صورتحال نظر ساتلې۔ ده د مذاكراتو د لارې د ټولو مسئلو د حل كولو په ضرورت زور راوړو۔ د اروپائي اېتلاف د اعلٰي استازي او د ملګرو ملتونو د امنيتي كونسل د عمومي سېكتر بيانونه هم زمونږ په نظر كښې دي۔ ډنمارك په دې ټول صورتحال اندېښنه لري خو مونږ به ووايو چې منطقه د تاؤ تريخوالي نه بچ كولو لپاره دې د خبرو لار خپله كړې شي۔ دواړو خارجه وزيرانو د مقبوضه كشمير په خراب صورتحال خبرې وكړې او په دې لړ كښې ئې په مشوره او روابطو روانو ساتلو اتفاق وكړو