اسلام آب??د 26 نومبر (اے پي پي) پاكستان او اېران د طب تعليم پشمول د عامې روغتيا په څانګه كښې په مرسته زياتولو اتفاق كړے۔ دا اتفاق د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اتو??ر په ورځ د اېران په پ??از??ينه تهران كښې د روغتيا وزيرې سائره افضل تارړ او د اېران د روغتيا وزير ډاكټر سيد حسن قاضي زده هاشمي او د نورو چارواكو ترمېنځه د ملاقات په مهال شوے۔ د روغتيا وزيره سائره افضل تارړ د اېران د روغتيا وزير په بلنه د اتو??ر په ورځ په درې ورځنې سركاري دوره تهران ته رسېدلې۔ په دې موقع د روغتيا وزيرې د اېران د روغتيا وزارت بېلا بېلو چارواكو سره ملاقاتونه وكړل۔ سائره افضل تارړ په منطقه كښې د اېران يونيورسل پبلك هېلتھـ كورېج مثالي وګرځولو او وې وئيل چې دواړه هېوادونه د يو بل ?? تجربو څخه استفاده كولې شي۔ په دې موقع دواړو هېوادونو تفاهم هم لاسليك كړل۔ د اېران وزير په دې وروستيو كښې په زلزله كښې په شوي زيان په غمرازې كولو او د ځپليو مرستې لپاره په سامان لېږلو د پاكستاني حكومت مننه وكړه۔