اسلام آباد 01 جنوري (اے پي پي)وزيراعظم شاهد خاقان عباسي تعليم د پرمختګ بنياد ګرځولو سره وئېلي دي چې د علم ترلاسه كولو سفر بايد ټول عمري روان پاتې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د راشد آباد سټي آف ايجوكېشن اينډ هېلت كيئر زده كونكو سره په خب??و كښې وكړه كومو چې وزيراع??م سره د ده په دفتر كښې د ګل په ورځ ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال د پاك هوائي ځواك مشر سهيل امان هم موجود وو۔ راشد آباد سټي آف اېجوكېشن اېنډ هېلت كېئر د سندھ په ټنډو الله يار كښې د پاك پوځ ريټائرډ افسرانو ??ېل كړې يوه ګڼ اړخيزه ا?? د ??ېر ښېګړې منصوبه ده۔ ددې تر سېوري لاندې كوچنيانو له سكولونه ٬ روغتونونه جوړ كړې شوي ا?? د ??ستوګنې او لوبو اسانۍ داسې كوچنيانو له وركړې شوي دي كومو ته چې بايد خاص پام وكړے شي۔ ا?? د ??وئي تعلق د ټولنې كم مراعات لرونكې ډلې سره ده۔ يوزيراع??م سره د پلاوي ملاقات د دې منصوبې برخه ده د كومې ترمخه چې د هېواد د بېلو برخو څخه طالبعلمان راغوښتلې شي او دوي ته وزيراع??م سره د ملاقات كولو موقع وركولې شي۔په دې مهال طالبعلمان د حكومت چارو په اړه خب?? كړې شول۔ وزيراعظم د راشد آباد منصوبې ا?? د ??ې د سباؤن پراختيا منصوبو په اړه خب?? كړې شو۔وزيراعظم د پاك هوائي ځواك رېټائرډ آفسرانو هڅې وستائېلې چا چې د دې غوره منصوبې ??ېل وكړو د كومې مقصد چې د انسانيت او په خاص توګه د ټولنې د كم مراعات لرونكو طبقې سره د تعلق لرونكو كوچنيانو خذمت او خېرښېګړه ده۔ د وزيراعظم د خېر په دې كار كښې د برخه اخستونكو شتمندو كردار هم وستائېلو۔د يو زده كونكي لخوا د پوښتنې په ځواب وزيراعظم د حكومت لخوا په هېواد كښې د تعليم ودې او په خاص توګه د خصوصي كوچنيانو لپاره خذمات وړاندې كونكې تعليمي ادارو له حكومتي هلې ځلې هم رامخې ته كړې۔ده ووئيل د تعليم او روغتيا څانګې صوبائي حكومتونو ته د منتقل كېدو باوجود به وفاقي حكومت دې څانګو سره هره ممكنه مرسته كوي۔