اسلام آباد 02 مارچ (اے پی پی) پھ كراچۍ ي??رډ شپ كښې پاك بح??يه لپاره د جوړ كړې 32 ټن بولارډ پل ټګ د پرانستې دستوره د جمعې په ورځ وشوه۔په دې موقع د دفاعي پیداوار وزارت سېكتر لېفټيننټ جنرال(ر)محمد اعجاز چوهدري خاص مېلمه ؤ۔پھ دستوره كښې د حكومت٬پاك بح??يه٬شخصي ادارو او د يارډ شپ اعلٰی چارواكو ګډون وكړو۔كراچۍ ي??رډ شپ خپلو صارفينو لپاره تراوسه د لس نه تر 40 ټنه 23 ټكز جوړ كړي او پھ دې وخت كښې دوه د 32 ټنه ټكز تر رغونې لاندې دي۔د دې ټكز مجموعي اوږد والې 34 ميټره او ډسپليسمنټ يې 481 ټنه دې۔د دې رفتار 12 ناټ دې۔پھ دې موقع خاص مېلمه په خپله وېنا كښې خود انحصارۍ لپاره د كراچۍ ي??رډ شپ ا?? د پاك بح??يه شركت وستائېلو۔ده ووئيل په يارډ شپ كښې جوړېدونكې 32 ټنه بي پي ټګ مونږ ټولو لپاره د وياړ خبره ده۔ده د پاكستان او چين د اقتصادي لارې په پروژه رڼا اچولو سره ووئيل د پاكستان وزيراعظم په ګوادر كښې د نوي يارډ شپ جوړولو منظوري وركړی او په دې به ډېر زر كار پیل شي۔د دې څخه وړاندې د كراچۍ ي??رډ شپ م??يجنګ ډائرېكټر اېډمرل سيد حسن ناصر شاه ووئيل دا پروژه د خودانحصارۍ له مخې ده۔په دې كښې كومه غېر ملكي تكنيكي پوهه نه ده ترلاسه كړی شوې۔ده ووئيل په كراچۍ شپ يارډ كښې د جهاز سازۍ 8 پروژې د ترسره كېدو په حال كښې دي۔ده ووئيل د كراچۍ شپ يارډ د انجينئرانو څانګې پاكستان رېلوے لپاره 9 اوور هېډ كرين جوړ كړي۔50 شوګر ملز رولرز د دې نه علاوه دي