كوهاټ 27 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئېلي دي چې هېواد كښې د حكومت د هڅو په نتيجه كښې د توان په څانګه كښې د ګاز په كمبوت او په لوډشېډنګ تر ډېر حد قابو موندلې شوې٬څو مياشتې پس به هېواد كښې لوډشېډنګ نه كېږي٬د ګاز په څانګه كښې نوې لټون سره به ?? توان تحفظ باوري كولو كښې مرسته وش??٬پ??كستان كښې ځايي او غېر ملكي سرمايه كارو له هر ډول آسانۍ وركولې ??ېږي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د مول پاكستان تولنج ګاز پراسېسنګ پلانټ پرانستې او دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ د دې څخ?? وړاندې وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د مول پاكستان تولنج ګاز پراسېسنګ پلانټ پرانسته وكړه۔ په دې موقع د خېبرپښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جهګړا او نور چارواكي هم موجو وو۔ تولنج پروژه د پبلك پرائېوېټ پارټنر شپ ښه مثال دے۔ دې نوي پلانټ سره به ?? هېواد شمالي برخو او كے پي كے ته د ګاز سپلائي زيات شي?? دا پروژه يو نيم كروړ ډالر لګښت سره بشپړ شوې۔د دې څخه به ?? ورځې 2 كروړه كيوبك فټ ګاز پیدا كېږي٬تولنج پروژې څخه به قامي خزانې ته د كال 3 كروړه لس لكه ډالره آمدن كېږي۔ پروژه به ?? توان حاجت پوره كولو كښې مرستياله وګرځي۔ وزيراعظم دستورې ته په خپل خطاب كښې ووئيل خېبرپښتونخوا كښې د ګاز پیداوار دا تر ټولو لويه پروژه ده۔ ده په دې پروژه كښې د سرمايه كارۍ كولو هركلې ??ولو سره ووئيل چې په پاكستان كښې په سرمايه كارۍ كولو”مول”مننه كوو۔ د مول سره شراكتداري كاميابه ??ه۔ده ووئيل 2013 كښې چې كله زمونږ حكومت راغلو نو هېواد د توان او ګاز كمبوت سره مخ وو خو د حكومت د ښه اقداماتو په سبب په دغه مسئلو قابو موندل شوې۔د يخښنۍ موسم كښې هم ټولو كورونو او صنعتونو ته ګاز ترلاسه وو او سي اېن چي سټېشنې هم پرانستې وې۔كارخانو له د تعطل نه غېر ګاز وركړی كېږي۔وزيراعظم ووئيل په لوډشېډنګ هم تر ډېر حد قابو موندل شوې۔پاكستان كښې به څو مياشتې پس لوډشېډنګ نه كېږي۔ده ووئيل د ګاز په څانګه كښې نوې لټون سره به پاكستان ته د توان په څانګه كښې مرسته ترلاسه شي??ده ووئيل په هېواد كښې د امن وضع?? وړاندې څخه ښه ده چې له امله يې غېر ملكي سرمايه كاري كېږي۔ده وئيل حكومت د توان تحفظ له زيات كار كړې دغسې خېبرپښتونخوا ته په پیښو چارو د ګورنر او اعلٰی وزير سره په ګډه د مسئلو حل له هڅې شوي۔ده د پلانټ آپرېشنل كېدو مول له مباركي وركړه او په مرسته يې د صوبائي حكومت هم مننه وكړه