اسلام آباد 29 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي سره نوبل جائزه ګټونكې ملاله يوسفزئي د زيارت په ورځ د وزيراعظم په دفتر كښې ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال د ا??لاعاتو٬ خپرونو ٬ قومي تاريخ او ادبې ورثې دوهمه وزيره مريم اورنګزېب٬ د انفارمېشن ټېكنالوجې دوهمه وزيره انوشه رحمان٬ د بېنظير انكم ??پو??ټ پروګرام مشره ماروي مېمن هم موجود وې۔ ملاله يوسفزئي خپلې كورنۍ سره يوځائ د زيارت په سهار اسلام آباد ته رارسېدلې٬ هغه كم او زيات پنځه كاله پس پاكستان ته راغلې او څلور ورځې به دلته پاتې كېږي