بیجنګ 13 اګست (اے پي پي) د پاکستان او چین ترمېنځه اړيكې به د عمران خان په قيادت كښې لا مستحكمې شي٬ پاكستاني اولس لپاره اوسنې ټولټاكنې تاريخي حېثيت لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه د چين په نوميالې مج??ه 8220;بیجنګ ری??یو” خپل يو خاص ارټيكل كښې كړې۔ “بیجنګ ری??یو” خپله مضمون كښې ليكلي دي پاكستاني اولس لپاره اوسنې ټولټاكنې تاريخي حېثيت لري چې په سوب ئې د اوږدې مودې د پي اېم اېل اېن او پيپلز ګوند پشمول د دوه فريقي سياست خاتمه شوې ۔ مجلې په ټاكنو كښې د پي ټي آئي كاميابي د پاكستان سياست لپاره مهم بدلون ګرځولو سره وئيلي دي بدلون سره پاكستاني اولس د هېواد سباٶن له روښانه اميدونه تړلي ۔ بېجنګ ريويو د دې خبرې هم څرګندونه كړې چې د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان ته د ځوانانو نه علاوه د سماج د لاندينۍ درجې ډ??ر ملاتړ ترلاسه دې۔ مجلې وړاندې هم دا خبره كړې وه چې د عمران خان مشري به نه يوازې پاكستان لپاره ګټوره ورځ وي بلكې د ھغه په مشرۍ كښې به د پاكستان او چين ترمېنځه اړيكې لا مستحكمې شي