اسلام آباد 01 اكتوبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د مالديپ ن??ي ټاكل شوي اولس مشر ابراهيم محمد ص??لح سره ټېليفوني خبرې وكړې۔ وزيراعظم په اوسنو ټاكنو كښې هغ?? ته په كاميابۍ ترلاسه كولو مباركي وركړه۔ وزيراعظم ووئيل چې مالديپ په يو نوي دور كښې ??اخ??ېږي۔ ده هيله ولرله چې د ن??ي ټاكل شوي اولس مشر پھ مشرۍ كښې به هېواد پرمختګ وكړي او د دې هېواد اولس به لويه كاميابي او خوشحالي ترلاسه كړي۔ دواړو مشرانو دوه اړخيزه اړيكو لا قوي كولو له د عزم څرګندونه وكړه۔ دوي د شريكې خوښې په چارو او د دواړو هېوادونو د اولس ګټې له په ګډه كار كولو كښې هم خوښي ښكاره كړه۔ د مالديپ اولس مشر په ټېليفون كولو د وزيراعظم مننه وكړه او ده ته يې هم د وزيراعظم چوكۍ په سنبهالولو مباركي وركړه۔ده وزيراعظم ته د مالديپ د دورې كولو بلنه هم وركړه