استنبول 29 اكتوبر(اے پي پي)اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي پاكستان او تركيه خپلو كښې د ورورولۍ تاريخي اړيكې لري٬استنبول كښې د تركيې نيوز چينل ټي آر ټي٬اناتوليا نيوز ايجنسۍ او د سبا ورځپاڼې نمائندګانو سره مركه كښې اولس مشر ډاكټر عارف علوي ووئيل د تحريك خلافت نه تراوسه د پاكستان او تركيې اولس ترمينځه مثالي اړيكې قائم دي۔اولس مشر ووئيل امن او استحكام له دواړو هېوادونو هلې ځلې كړي۔ده ووئيل پاكستان ته د ترهه ??رۍ له امله لويې زيان رسېدلې۔ډاكټر عارف علوي ووئيل پاكستان ته د ترهه ??رۍ له امله د 70 زره څخه زيات ځاني او د اربونو ډالرو زيان پورته كړې ۔ده ووئيل پاكستان او تركيې د ترهه ??رۍ ختمولو له ځانګرې قربانۍ ور??ړي۔بايد نړۍ د پاكستان او تركيې د ترهه ??رۍ ختمولو د هلو ځلو اعتراف وكړي۔ډاكټر عارف علوي ووئيل دواړو هېوادونو ترمينځه په بېلو څانګو كښې مرستې ته ?? ودې ور??ولو موقعې شته۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل پاكستان كښې حكومت لږ آمدن لرونكو لپاره د 50لكه كورونو جوړولو په منصوبه كار كوي۔ده ووئيل مونږ د هاؤسنګ په څانګه كښې د تركيې د تجربو څخه استفاده كول غواړو۔ډاكټر عارف علوي ووئيل د بنيادي ډهانچې پشمول په نورو څانګو كښې پاكستان او تركيې ترمينځه مرستې زياتولو له به هڅې كول وي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل تركيه د اسلامي نړ?? مهم هېواد دے