اسلام آباد 21 اکتوبر (اے پي پي) د ګلګت بلتستان او كشمير چارو وفاقي وزير چ??هدري محمد برجېس طاهر وئيلي چې محمد نواز شريف د مسلم لي?? (ن) بنيادي او مركزي ستن ده او د پاكستان پرمختګ او د (ن) لي?? په كاميابۍ كښې د ده بنيادي كردار دے۔ د محمد نواز شريف نه غېر د مسلم لي?? (ن) تصور هم امكان نه لري او هم دا سوب دے چې نن مخالفين او د عمران په شان سازشي سياستمدار مسلم لي?? (ن) د سياست څخه لرې كولو له محمد نواز شريف او دده كورنۍ په نښه كوي۔ د خالي په ورځ خپل يو بيان كښې ده ووئيل مخالفين دا باور لري كه نواز شريف د مشرتابه څخه اخوا كړې شو نو بيا به اقتدار ته ددوئي رسېدل آسان شي۔ ده ووئيل نواز شريف خواري كولو سره خپل ګوند مضبوط او ګلګت بلتستان څخه تر آزاد كشمير او بلوچستان ئې يو مقبول جماعت جوړ كړے۔ ده ووئيل د پاكستان د اتومي هېواد جوړېدو او د سي پېك په ډول د ګېم چېنجر منصوبو كرېډټ هم نواز شريف ته ځي۔ ده ووئيل د پاكستان اولس به د مخالفينو لخوا د نواز شريف په نښه جوړولو سره د مسلم لي?? ن كمزورې سازش ناكامه كړي او وخت به داثابت كړي چې يوازې مسلم لي?? (ن) خپل لارښود نواز شريف سره كلك ولاړ وي بل??ې د ټول پاكستان وګړي به ورسره ولاړ وي۔