استنبول 13 دسمبر (اے پي پي)وزیراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې صومالیه پاکستان له په تزويراتي توګه يو مهم هېواد دے ځكه چې د صوماليه سمندر غاړې ښار د ګوادر د لارې د تجارت په لړ كښې افريقې لپاره د ګېټ وے كار كولې ش??۔ ده دا خبرې د او آئي سي مشرانو د غېر معمولي غونډې په مهال د صوماليه اولس ??شر محمد عبداللہ محمد سره په ملاقات كښې وكړې۔ وزیراعظم د پاکستان او صومالیه ترمېنځه په خاص توګه د دوه اړخيزه تجارت او مواصلاتي راب??و كښې زياتوالي سره د شريكې مرستې نوې لارې لټولو په حاجت زور رواړو۔ ده د صوماليه د امنيتي ځواكونو او د نورو ادارو د كار استعداد زياتولو او د تربيې پحقله د پاكستان لخوا د ملاتړ د عزم پخلې وكړو۔ د صوماليه اولس ??شر محمد عبداللہ د هېواد امن او پرمختګ لپاره د پاكستان د قدر وړ خدماتو مننه وكړه۔ ده په خاص توګه په تېر وخت كښې د صوماليه استحكام پحقله د پاكستان د امن ډلو د كردار ستائنه كولو سره د وظيفې ترسره كولو په مهال د قربانيو ستائنه وكړه۔ ده د زرګونو په شمېر د صوماليه زده كوٶنكو ته په موقعه وركولو هم د پاكستان مننه وكړه څوك چې د صوماليه په پرمختګ كښې مهم كردار لوبو??۔ دواړو مشرانو د ورورلۍ قوي اړيكو له د خپل لوظ پخلي كولو سره سره د نړيواو او سيمه ايز اهميت په چارو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه