اسلام آباد 02 جنوری (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي چې پاكستان هنګري او مالديپ سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي او دواړو هېوادونو س??ه اقتصادي٬ كلتوري او په تعليمي څانګو كښې مرسته لا زياتول غ??اړي۔ اولس مشر دا خبرې د نهې په ورځ هنګري او مالديپ لپا??ه د پاكستان نومولو شويو سفيرانو افتخار عزيز او وائس اېډمرل (ر) وسيم اكرم سره وكړې چا چې د نهې په ورځ اولس مشر ممنون حسېن سره په ايوان صدر كښې جلا جلا ملاقاتونه وكړل۔ اولس مشر مالديپ لپا??ه د پاكستان نومولي شوي سفير افتخار عزيز ته امر وكړو چ?? مالديپ سره فضائي او د سمندري لارو بحالۍ ته دې خاص پاملرنه وكړې شي دغسې چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه تجارت زيات كړې شي۔ اولس مشر هنګري سره هم په تجارتي څانګه كښې د اړيكو زياتوالي ته هم د خاص پاملرنې امر وكړو