اسلام آباد 07 مارچ (اے پی پی) د وزیراعظم شاهد خاقان عباسی په مشرۍ كښې د قامی ا??تصادی کونسل انتظاميې كمېټۍ په پېنډۍ كښې د 200 كټونو جديد د مور او ځوي صحت مركز جوړولو٬سوئېلي پنجاب څخه د غريبۍ ختمولو پروژې او پینډۍ۔كهوټه سړك دوه اړخيزه كولو پشمول د ګڼو پروژو منظوري وركړې ده ۔د ايكنك غونډه د شورو په ورځ د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ كښې وزيراعظم هاؤس كښې وشوه۔ايكنك د 11638 ملين?? روپو مجموعي لګښت سره د اېن ټي ډي سي ټېلي كميونيكشن او اېس سي اے ډي اے نظام ښه كولو او پر??ختيا منظوري وركړه۔په پېنډۍ كښې د 5301.41 ملين?? روپو لګښت سره نظرثاني شوې۔اوبسټيټريكس او ګائني كالوجي ل??اره د 200 كټونو د روغتيا مركز جوړولو منظوري هم وركړه۔ايكنك د آئي اېف اے ډي په معاونت د 7565.78 ملين روپو مجموعي لګښت سره د سوئېلي پنجاب څخه د غريبۍ ختمولو منصوبي منظوري هم وركړه۔غونډې د 4874.225 ملين روپو لګښت سره د ډېره غازي خان 18.9 كلوميټر نادرن بائي پس جوړولو منظوري هم وركړه۔ايكنك د 16755.5 ملين روپو لګښت سره 153 كلوميټره اوږد چترال۔بوني-مستوج۔شندور سړك ښه والې او پر??ختيا منظوري هم وركړه۔غونډې د 13012.13 ملين روپو لګښت سره سهاله رېلوے پاس٬ سهاله بائي پاس او په كهوټه بائي پاس 4 پلونو پشمول د 28.4 كلوميټره سړك دوه اړخيزه كولو لپاره د زمكې اخستو٬ډ ځپليو تلافي كولو منظوري هم وركړه۔