پېښور ۔ 16 جولائی (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محمد اعظم خان وئيلي دي لنډ مهاله حكومت د ټاكنو په امناكه ډول كولو ??ه ټولې وسيلې كاروي۔ لنډ مهاله داخله وزير محمد اعظم خان د ګل په ورځ د فرنټیئر کانسټیبلری ھېډکوارټرز دوره وكړه۔ په دې مهال د ده په مشرۍ كښې غونډه وشوه كومه كښې چې کمانډنټ اېف سی لیاقت علی خان بریفنګ وركړو۔ ده داخله وزير اېف ??ي كښې د شوو اصلاحاتو او پرمختيائي منصوبو په اړه ووئيل۔ داخله وزير ووئيل امن په ځائې كولو له فرنټیئر کانسټیبلری خېبرپختونخوا غوره خذمات ترسره كوي۔ ده ووئيل د فرنټئیر کانسټیبلری چارواكي ا?? ځوانان ګلګت بلتستان څخه تر كراچۍ د قانون نافذ كوؤنكو ادارو مرسته كوي۔ وزیر داخلھ د شهيدانو په يادګار د ګلونو څادر خپور كړو ا??د اېف سي شهيدانو ثواب لپاره ئې فاتحه خواني وكړه