اسلام آباد 17 ستمبر (اے پي پي) سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ د ګل په ورځ بيجنګ كښې د پيپلز لبرېشن آرمي (پي اېل اے) د مركزي دفتر دوره كړې ده او د پي اېل اے مشړ جنرال هان وائیګو سره ئې ملاقات كړې٬ د پي اېل اے مشر جنرال هان وائیګو سره ملاقات كښې په سيمه ايزه وضعه ٬د سي پېك امنيت او په دوه اړخيزه امنيتي مرسته د خيالاتو څرګندونه شوې۔ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري ش??ي بيان له مخې د پي اېل اے مش?? د ??رهګرۍ په ضد جنګ كښې د پاك پوځ د اعلٰې پېشه وره صلاحيت اعتراف او ستائنه كړې۔ ده د پاك پوځ لخوا سي پېك لپاره د وركړې شوي امنيت د معيار هم ستائنه وكړه۔ د چين جنرال د پاك پوځ د جنګي تجربو نه پ?? استفاده كولو كښې د خوښۍ څرګندونې سره د شريكې خوښې دوه اړخيزه اړيكو ته د پراختيا وركولو خوښي هم ښكاره كړې۔ د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ په مېلمستيا كولو د هغوي مننه وكړه ۔ س??لښكر جنرال قمر جاوېد باجوه ووئيل د دواړو هېوادونو ځواكونه تاريخي اړيكې لري او په دې كښې لا پراختيا پېدا كولو له موقعې شته ۔ د دې نه وړاندې د پي اېل اے مركزي دفتر ته پ?? تګ جنرال قمر جاوېد باجوه ته ګارډ آف آنر وړاندې كړې شو۔ س??لښكر جنرال قمر جاوېد باجوه به (نن) د نهې په ورځ د سنټرل ملټري كمېسون وائس چيئرمېن جنرال ژانګ ژویا سره هم ملاقات كوي۔