كراچي 04 نومبر (اے پي پي﴾ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي چې د عمران خان پھ مشرۍ ??ښې په هېواد ??ښې د مډل او وروستو پاتې طبقې انقلاب راغلې٬د كراچۍ د هېواد په سياست ??ښې مهم كردار دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ د كراچۍ په ګورنر هاؤس ??ښې د پاكستان تحريك انصاف د قامي او صوبائي اسمبلۍ غړو او نورو عهديدارانو غونډ?? ته خطاب ??ښې وكړه۔ پھ دې موقع د قامي اسمبلۍ دوهم سپيكر قاسم سوري٬وفاقي وزير ميا محمود سومرو٬صوبائي صدر امير بخش بھټو٬ د صوبائي اسمبلۍ غړي حليم عادل شېخ٬د سندھ اسمبلۍ اپوزېشن مشر فردوس شميم نقوي٬ د كراچۍ ډويژن صدر خرم شېر زمان او نور غړي هم موجود وو۔ فواد چوهدري ووئيل چې ټاكنې به د عمران خان د نظريې له امله ګټلې شي۔ ده ووئيل چې په وزيراعظم هاؤس ??ښې د ګيلو سيل جوړ كړې شوې او د سندھ ګورنر ته هم وئېلې شي چې هغه دې په ګورنر هاوس ??ښې د اولس د ګيلو سيل جوړ كړي۔ ده ووئيل د بېنظرانكم سپورټ پروګرام له مخې هر يو د قامي او صوبائي اسمبلۍ غړې دې د 2000 كسانو لسټ جوړ كړي٬ دا لسټونه به په دې پروګرام ??ښې شامل كړې شي۔ ده ووئيل چې د وفاقي حكومت د متحده عرب اماراتو سره خبرې شوي دي او ??ه كراچۍ ??ښې به د اوبو لپاره پلانټ ولګولې شي۔غونډه ??ښې د قامي او صوبائي اسمبلۍ غړو د خپلو خپلو سيمو مسئلو او راتلونكو بلدياتي ټاكنو ??ښې د ګوند د پالېسۍ په اړه خبرې وكړې۔