اسلام آباد ۔ 21 جنوری (اے پی پی) سمندر پورې پاكستانيانو لپاره د و??يراعظم خا?? مرستيال ذوالفقار عباس بخاري سره چيف اېګزېكټو آفسر ”کریم” پاکستان جنېد اقبال ملاقات كړے۔ ملاقات كښې د آن لائن ماركيټ ٬ په اي بزنس د حكومتي قانون سازۍ او سمندر پورې پاكستانيانو له د اسانيو وركولو په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ او پي اېف كارډ لرونكو لپاره په كريم ډسكاونټ خبرې وشوې۔ ملاقات كښې په دې خبره هم غور وكړې شو چې كريم خليجي رياستونو څخه بېرته راغلو پاكستانيانو له تربيه وركولو سره دوئي ته روزګار وركولې شي۔ دغسې ترسیلات زر لپاره د آن لائن ادائيګۍ په نظام هم ملاقات كښې خبرې اترې شوي۔ سی ای ا و کریم جنېد اقبال ووئيل كريم اوورسيز پاكستانيانو له اهميت وركوي۔ دبئی كښې د كريم 80 فيصده ك??تا??ان پاكستانيان دي۔ سعودی عربستان كښې 8 فیصده د لېموزین ډرائيوران پاكستانيان دي۔ جنېد اقبال د كريم مسئلو او د كريم نوو منصوبو نه هم د و??يراعظم خا?? مرستيال خبر كړو۔ ذوالفقار بخاری خپلو خبرو كښې ووئيل پاكستان كښی اي كامرس لپاره قواعد جوړولې شي۔ د اي كامر?? په اړه قانون سازي د و??ت ضرورت دے۔ آن لائن مارکیټ به تر كال 2023ء 20 لکھ کاروباری موقعې رامخې ته كړي۔ ده ووئېل دې ته د صنعت درجه وركول ډېر ضروري دي