ملتان 02 فرروي (اے پي پي﴾ خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي وئيلي دي چې جمهوريت٬ آئين او آتلسم بدلون كوم خطر نه لري٬ د مخالفې ډلې ګوندونه غېر ضروري ډ??نډورې كوي۔ د خالي په ورځ په ملتان كښې خبريالانو سره په خبرو ك ښې ده ووئيل چې جمهوريت او آتلسم بدلون هېڅ خطر سره نه دي مخ شوي خو د ي?? شمېر سياسي شخصياتو مفاداتو ته خطر كېدے شي۔ ده ووئيل ??ې د صوبو اختيارت مونږ پرون هم منل او نن ئې هم منو٬ د دوي آئيني حقوق هېڅ خطر نه لري۔ د ي??ې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې مونږ هېڅ ډيل نه دې كړے٬ ډيل په مسلم ليګ او پيپلز ګوند كښې كېږي٬ پيپلز ګوند او ن ليګ تر پرون يو بل سره لاس او ګرېوان و خو نن ئې ډيل كړې او يو ځائ شوي دي۔ د ي??ې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې پرېكنده قوت اولس دے او اولس د تحريك انصاف په حق كښې پرېكړه كړې۔ ده ووئيل ??ې د نېب په اړه د شور كوونكو نه پوښتنه كول غواړم ??ې د دوي په ضد مقدمې چا جوړې كړې دي۔ ده ووئيل چې ن ليګ د پيپلز ګوند او پيپلز ګوند د ن ليګ په ضد مقدمې جوړې كړې دي۔ مونږ هڅه كوو چې زمونږ په دور كښې د هېواد لوټل شوے دولت بېرته راشي۔