اسلام آباد 03 فروري (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي و??يلي دي چې كشمير زمونږ د خارجه پالېسې مهمه ستن ده٬ پھ لندن كښې به د كشمير يووالي و??ځې په موقع په بې ګناه كشميريانو د هندي ظلم ٬ جبر او استبداد په ضد په بشپړه توګه غږ پورته كوو۔ ده دا خبرې د اتوار په ورځ لندن ته د روانېدو نه وړاندې د آل پارټيز حريت كنفرنس سنيئر مشرانو سره پ?? ټيليفون په خپلو خبرو كښې وكړې۔ د خبرو په مهال د كشمير يووالي و??ځې په اړه په لندن كښې په كېدونكي پروګرام خبرې وشوې۔ خارجه وزير شاه محمود قريشي د كشمير يووالي و??ځې په اړه په نړيوالو دستورو كښې ګډون كولو لپاره د اتوار په ورځ لندن ته لاړو۔ هغه به ﴿نن﴾ د ګل په ورځ د برتانيې په پارلمان كښې نريوال كشمير كنفرنس ته وېنا كوي او د فرورې په 5مه نېټه به په پ??رك لېن كښې د كشمير په اړه په نندارتون كښې ګډون هم كوي۔ د آل پارټيز حريت كنفرنس سنيئر مشرانو سره پ?? ټېليفوني خبرو كښې ده ووئيل چې پاكستان به د سلامي كونسل د قراردادونو له مخې د كشميري اولس د خپلواكې حق لپاره سياسي٬ اخلاقي او سفارتي ملاتړ روان ساتي۔