پېښور ۔11 فروری (اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي د پاكستان په اړه د آئي اېم اېف پوزيشن كښی مثبت بدلون رامخې ته شوې۔ آئي اېم اېف سره لوظنامې كولو ته نزدې شوې يوو۔ پېښور كښې د خېبر پختونخوا چمېبر آف كامرس دورې په مهال خطاب او ميډيا سره خبرو كښې ده و??ئيل ایران او افغانستان سره به تجارت زياتول وي۔ مونږ د منطقې هېوادونو سره غوره اړيكې غواړو۔ تركيه او ايران د ګاز منصوبو كښې شاملولو له هم خوښي لرو او مونږ افغانستان كښې امن له هر ممكنه كردار ترسره كوو۔ ده و??ئيل آئي اېم اېف سره د پاكستان معيشت لپاره په ګامونو صلا يوه شوې ولې ضرورت د دې خبرې دے چ?? آئي اېم اېف سره راروانه لوظنامه آخري لوظنامه وګرځولې شي او دې څخه وروستو مونږ كله هم آئي اېم اېف ته د بيا تللو حاجت ونه لرو۔ ده و??ئيل پاكستان به څوك د بهر نه نه سموي بلكې دا مونږ له سمول دي۔ مونږ به غور?? پرېكړې كوو نو معيشت به پياوړې كیږي او دا يواځې په سرمايه كارۍ ممكنېدې شي۔ ده و??ئيل د ټېكس دائر?? پراخه كول ضروري دي او دې نه غېر هېواد مخ په وړاندې نشي تللې۔ ده و??ئيل د اېف بي آر چھاپو او آډټ سره به ټېكس نه زياتېږي۔ هڅه ده چې وړو تاجرانو له آسان سسټم راوړو كوم چې د يوې پاڼې وي او دوئي په كال كښې يو وارې ټېكس جمع كوي۔ دا سسټم به اسلام آباد كښې كامياب وي او دې څخه وروستو به ئې ټول هېواد كښې نافذ كړو۔ اسد عمر ووئيل په انډسټري كښې بايد لوډشېډنګ نه و??۔ ده و??ئيل په تاپي ګاز كار روان دے۔ ايران او افغانستان سره تجارت زياتولو ته اړتيا ده۔ د منطقې ټولو هېوادونو سره غوره اړيكې غواړو۔ وف??قې د خزانې وزير ووئېل تركيه او ايران هم د ګاز منصوبو كښې شاملول غواړو۔ افغانستان كښې امن له هر ممكن كردار ترسره كوو۔ طورخم بارډر بايد 24 ساعت?? پرانستې وي۔ ده و??ئيل خېبر پختونخوا كښې سېلګرۍ ته بايد وده وركړې شي۔ ده و??ئيل پېښور اوس د پي ټي آئي ښار دے۔ دا په وزيراعظم زيات حق لري۔ ده و??ئيل ټېكسټائل منسټر لپاره به وزيراعظم سره خبره و??ړم۔