اسلام آباد 15 فروری (اے پی پی) د وزیراعظم د سياسي چارو خاص مرستيال نعیم الحق وئيلي دي چې د ایوان كارروائی په ښه ډول چلول غواړو ٬ هيله لرو چې د شهبا?? شريف راخوشې كيدو نه پس به مثبت رويه اختيار كړې شي ٬ هيله ده چې وزيراعظم به د ګل پھ روځ قامي اسمبلۍ ته خط??ب وكړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې پھ ورځ ميډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل د سعودی عرب ولی عهد په دوه ورځنۍ دوره پاكستان ته راځي۔ ده ووئيل د ګل پھ ورځ به د حكومت او مخالفې ډلې مهمه غونډه كېږي چې پكښی به د ایوان كارروائی په ښھ ډول چلول?? لپاره د خيالاتو څرګندونه كولې شي ځكه مونږ غواړو ??ې ایوان كښې مؤثره قانون سازی وكړې شي۔ ده ووئيل تحریك انصاف قامی اسمبلی په نوې او مثبت انداز كښې چلول غواړي۔ كه مخالفې ډلې مثبت رویه اختیار كړه نو وزیر اعظم عمران خان به هم د ګل په ورځ ایوان ته خط??ب وكړي۔ ده ووئيل د شهبا?? شریف د پی اے سی چئیرمېن چوكۍ څخه په اخوا كولو چرې هم سنجیدګۍ سره غور نه دې شوې۔ د شهبا?? شریف د ضمانت پرېكړې احترام كو او هيله لرو چې شهبا?? شریف به د مخالفې ډلې كردار په ښه ډول ترسره كړي۔ ده ووئيل بايد میډیا د ذمه وارۍ څرګندونه وكړي۔