اسلام آباد ۔ 5 مارچ(اے ??ی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او اصلاحات وزارت د سركاري څانګې پرمختيائي پروګرامونو كښې نېشنل هېلت سروسز ریګولېشن اې??ډ کوآرډینېشن ډویژن له تر دې دمه په ??جموعي توګه 2 اربه 72 کروړه څخه زياتې روپې جاري كړې دي۔ حكومت د دې ډويژن پرمختيائي كارونو له د روان مالي كال په ??هال 12 اربه 78 کروړه څخه زيات فنډز بېل كړې دې۔ د پلاننګ كمېشن لخوا د جاري كړو شوو شمېرو ترمخه حكومت چك شهزاد كښې فېډرل جنرل روغتون كښې او پی ډی بلاک جوړولو له 59 لكه، سېف بلډ ټرانفیوژن سروسز پراجېکټ له 2 کروړه 80 لكه، کېسنر روغتون اسلام آباد له 10 کروړه 60 لكه، پمز كښې د اېچ وی اے سی اپ ګرېډېشن له 29 کروړه، د اې?? اې?? سی اېچ پروګرام ترسېوري لاندې اے جے کے له 12 کروړه 96 لكه، پرائم منسټر نېشنل هېلتھ پروګرام له 96 کروړه او د پرائم منسټر نېشنل هېلتھ پروګرام فېز II له 80 کروړه څخه زياتې روپې جاري كړې دي۔