اسلام آباد 12 ستمبر (اے پي پي) پاکستان او اسیائی پرمختيائي بانك د پېښور بس رېپډ ټرانزټ كوريډور او سندھ كښې د پبلك پرائيوېټ پارټنر شپ سرمايه كارۍ له د 435 مېلي??نه ډالرو په لوظنامه لاسليك كړے دے۔ د نه?? په ورځ د اقتصادي چارو ډويژن سېكتر شاهد محمود او د ا??يائي پرمختيائي بانك كنټري ډائرېكټر مزچياٶهانګ ژانګ او د خېبر پښتونخوا او سندھ حكومتونو استازو د قرض په لوظنامه لاسليك كړے۔ د لاسليك په دستوره كښې د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحق ډار ٬د خزانې وزارت٬ د ا??يائي پرمختيائي بانك ٬ اي اے ډي او ډي اېف آئي ډي نور چارواكي هم موجود وو۔ د لوظنامې له مخې بانك به د پېښور بس رېپډ ټرانزټ كوريډور لپاره 335 مېلي??نه ډالره او سندھ كښ?? په پبلك پرائيوېټ پارټنر شپ انوسټمنټ كښې مرستې له بانك سره د مرست?? په بله لوظنامه لاسليك شوې كومې لپاره بې ډي اېف آئي ډي برتانيه 19.23 مېلي??نه ډالره وركوي۔ د لوظنامې هركلي كولو سره د خزانې وزير پاكستان په خاص توګه د سترو لارو او د توان په څانګه كښ?? په مرسته كولو د ا??يائي پرمختيائي بانك او ډي اېف آئي ډي مننه وكړه۔ ده هېواد كښې د فزيكل بنيادي ډهانچې لا ښه كولو لپاره ئې د حكومت د عزم پخلې وكړو۔ ده هيله ولرله چې دې لوظنامو سره به په خېبر پښتونخوا او سندھ كښې اولس ته ګټه ورسي