ا??لا?? آباد 17 ستمبر (اے پی پی) د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ كښې به د امنيت ،امن او په نورو نړيوالو چارو بحث د نهې ورځ څخه پ??ل كېږي۔ نړيوالې ادارې د عمومي اسمبلۍ اعلیٰ پائې كلنې غونډې ټول انتظامات بشپړ كړې، وزیر اعظم شاهد خ??قا?? عباسی به د ګل په ورځ نیو یارك ته ځي۔ د اعلیٰ پائې غونډه كښې به د پ??کس??ان وزیراعظم شاهد خ??قا?? عباسی پشمول 100 څخه زيات نړيوال لارښود ګډون كوي۔ د بيلو هېوادونو اولس مشران ، وزیر اعظمان او ځينې اعلیٰ مندوبین به په مرکزی سرخط د خيالاتو څرګندونه كوي۔ تر جمعې ورځ 90 حكومتي مشرانو بحث كښې برخه اخستلو له لاس ليك كړې۔ د عمومي اسمبلۍ اوسني صدرمیروسلیف لج لګ د پرانستې خطاب كښې وئيلي چې ملګري ملتونه د اولس لپاره جوړ كړې شوې۔ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په ایجنډا 174آئټمز دي۔نیو یارك كښې د عمومي اسمبلۍ غونډې پھ موقع امنيتي انتظامات شوې دي۔ د پ??کس??ان وزیر اعظم شاهد خ??قا?? عباسی به (نن) په 18ستمبر د ګل پھ ورځ نیو یارك ته ځي۔ د نړيوالو لارښودو په وړاندې خپل وړومبي خطاب كښې به وزیر اعظم شاهد خ??قا?? عباسی د هېواد په مهمو نړيوالو سیاسی ، سماجی مسئلو ٬ په پرمختيائي چارو د پ??کس??ان نکته نظر وړاندې كوي۔ اټلانټك میډیا کمپني کوآرټرز انډیا ویب پاڼې سره خپله مركه كښې په ملګرو ملتونو كښې د پ??کس????ن سفیرې ملیحه لودھی ووئيل وزیر اعظم به د شخړيز کشمیر معامله هم پورته كوي ځكه چې دا مهال د پ??کس??ان او هند ترمينځه خبرې اترې د جمود ښکار دي۔ دې ووئيل دوه اړخيزه خبرې اترې د هند د اړخه ځپلې شوي ځكه پ??کس??ان لپاره د کشمیر مسئله په نړيواله كچه پورته كول زیات اهميت لري او نړيوال لارښود به د پ??کس??ان دريځ اوري۔ د پ??کس??ان وزیراعظم به ګڼو لارښودو او د ملګرو ملتونو عمومي سیکتر انټونیوګوئېټرس سره دوه اړخيزه ملاقاتونه كوي۔