اسلام آباد ۔ 30 نومبر (اے پی پی) اسلام آباد هائی کو??ټ د خارجه وزير خواجه محمد آ??ف په ضد د اقامې په بنياد د نا اهلۍ خواست اورېدنه د پيټيشنز وكيل غير موجودګۍ په سوب د يخښنۍ موسم رخصتو تر ختمېدو ځنډولې۔ د زيارت په ورځ په جسټس حامد فاروق، جسټس محسن اختر کیانی او جسټس میاں ګل حسن اورنګزیب مشتمل لارجر بنچ د پاكستان تحريك انصاف خواس?? كوؤنكي عثمان ډار د خواست سماعت وكړه۔ د عثمان ډار د مشر وكيل دوهم وكيل بنچ ته وړاندې شو او عدالت كښې ئې ځواب الځواب جمع كړو۔ دې څخه وړاندې خواجه محمد آ??ف د خپل وكيل راشدين د لارې عدالت كښې خپل ځواب جمع كړو او د خواس?? كوؤنكي لخوا لګولې شوې تور ئې مسترد كړو۔ په خپل ځواب كښې خارجه وزير خواجه محمد آ??ف ووئيل عثمان ډار ته د كال 2013ﺀ په ټاكنو كښې ما ماتې وركړې ؤ او له دې كبله ئې زما په ضد د اقامې په بنياد خواست جمع كړے۔ د ځواب ترمخه د مدعا علېه كاميابي په ستره محكمه او الېكشن ټربيونل كښې چېلنج كړې شوې وه او خواستونه خارج كړې شوې وو۔