اسلام آباد ۔ 8ستمبر (اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي پاکستان او چین يو بل سره ځانګړې ملګرتيا لري۔ د دواړو هېوادونو ترمينځھ اړ??كې په شريكو جغرافيائي ٬ اقتصادي ٬ تاريخ او ستراتيجيګي ګټو اډانه دي۔ ده ددې خيالاتو څرګندونه د خالي په ورځ د چ??ن خارجه وزير وانګ ژي سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ د قومي اسمبلۍ سېكرټرېټ لخوا جاري شوي بيان ترمخه ملاقات كښې پاكستان كښې د چين سفير ياؤ جنګ هم موجود وو۔ سپيكر ووئيل د چينائي خارجه وزير د پاكستان دا دوره به ددواړو هېوادونو ترمي??ځھ دملګرتيا اړ??كې لا مستحكم كولو كښې پېشرفت ث??بت شي۔ سپيكر ووئيل د پاكستان او چين ترمي??ځھ ستراتيجيكي همكاري د منطقې او نړيوالې ترقۍ له ضروري ده۔ ده ووئيل پاك چين اقتصادي راهداري منصوبه د سيمې په ترقۍ كښې د ګېم چېنجر حېثيت لري۔ ده ووئيل چين سره اړ??كې د پاكستان د خارجه پالېسۍ مهم جز دے۔ د چ??ن خارجه وزير خپلو خبرو كښې ووئيل په اولسي كچه رابطو زياتولو ته اړتيا ده۔ ده وئيل چين او پاكستان د پرمختګ او ??وك??لۍ يو ډول ويژن لري او د سي پېك منصوبه ددې لړۍ يو كړۍ ده۔ ده اسد قېصر ته د قومي اسمبلۍ سپيكر په ټاكل كېدو مباركي وركړه او ده ته ئې د چين دورې كولو بلنه وركړه۔ سپيكر بلنه قبلولو سره د خارجه وزير د لارې خپل چينائي همڅنګ ته د پاكستان دورې كولو بلنه وركړه۔