اسلام آب??د 16 اكتوبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي په ضمني ټاكنو كښې پاكستان ??حريك انصاف تر ټولو ز??ات 11 لكه ووټونه اخستې دي٬پي ټي آئي او اتحادي ګوندونو په 17 چوكو كاميابي ترلاسه كړی٬وزيراعظم او اعلٰی وزيران ?? ضمني ټاكنوحلقو ته نه دي تللې او نه پھ دې حلقو كښې د هوائي اډو پشمول د لويو لويو پروژو اعلانونه شوي ۔د نهې پھ ورځ د خبري كنفرنس په مهال د يوې پوښتنې پھ ځواب كښې ده ووئيل پي ټي آئي په ضمني ټاكنو كښې تر ټولو ز??ات ووټونه ترلاسه كولو سره ثابته كړې چې د پاكستان ??ولس پي ټي آئي سره ولاړ دے۔ده ووئيل په ضمني ټاكنو كښې په وړومبي ځل د ضلعو په كچ?? د كمېټو مشري ډي سي٬پوليس يا د ريونيو افسرانو ته نه ده وركړې شوې۔ده ووئيل ټول اپوزېشن يو ځاې شوې ؤ خو بيا يې هم پي ټي آئي له ماتې ورنه كړه۔د بنو او اټك چوكۍ د پي ټي آئي كانديدانو بيللې دي ځكه چې هلته يو شمېر كانديدان ولاړ وو او ګټھ يې د نورو ګوندونو كانديدانو ته رسېدلې۔ده ووئيل د جهلم د صوبائي اسمبلۍ د نتيجو سركاري اعلان نه دې شوې او تراوسه د څو ووټونو فرق دے