اسلام آباد 26 ستمبر (اے ي پي)اولنۍ مېرمنې بېګم محموده مم??ون حسېن وئېلي دي چې اخلاق يو داسې صفت دې چې د دې نه غېر كومه ټولنه تكميل ته نه رسي۔د دې د مينځه تللو سره ټولنې د بې قدرۍ او انتشار ښكار كېږي۔د نړۍ زياتره مسئلو سبب هم دا دے۔دې دا خبره د نهې پھ ورځ په ايوان صدر كښې د انجمن فېض السلام مندره انجونو زده كونكو ته خطاب كښې و??ړه۔په دې مهال د ادارې پرنسپل مسرت شفيق او نورې استاذانې هم موجود وې۔بېګم محموده مم??ون حسېن ووئيل زده كونكو سره د ملاقات مقصد دا دے چې د مشرانو او كوچنيانو ترمينځه رابطه وده ومومي او د دوي د لارې كومې ښې خبرې او هغه اقدار كوچنيانو ته منتقل شي كوم چې زمونږ مشرانو مونږ ته رارسولې دي دغسې چې مونږ ښه انسانان او ښه مسلمانان جوړ شو۔دې و??ئيل د نبي كريم ۖ تعليمات په اخلاقو اډانه وو٬دې و??ئيل د اخلاقو اولنې سبق مونږ خپل كور څخه زده كو??۔د?? هغه خبرې دي چې دا زمونږ د ژوند برخه ده۔دې و??ئيل مونږ له به د اخلاقو په اړه د قرآن د هدايت او فلسفې او د حضور اكرم ۖ د ژوند معمولاتو ادراك كول وي۔دې و??ئيل د زغم او معاف كولو كلتور بايد وده وومومي۔دې پھ حقوق العباد زور راوړلو سره ووئيل چې لوے څښتن به حق معاف كړي ولې د بنديګانو حق به چرې هم معاف نه كړي۔دې و??ئيل په دين كښې پھ اخلاقو تر ټولو زيات زور ځكه راوړلې شوې چې دا اخلاقي اقدار وي چې د كومې سرلوړۍ سره چې زمونږ خپلولو كښې ښكلا او غوره كېفيات پیدا كېږي او ټولنې خرابو څخه پاكېدو سره پرمختګ كولې شي