اسلام آباد 07 نومبر (اے پي پي) د بهرنيو چارو وزير خواجه محمد آصف وئيلي دي په سفارتي توګه د پاكستان پوزيشن د وړاندې نه ښه دے٬ ملګري هېوادونه مونږ سره داسې ولاړ دي څنګه چې وړاندې وو٬ په سفارتي كچه پاكستان هېڅ ډول كمزويي نه ده ښودلې۔ د نهې په ورځ سېنېټ كښ?? د بركس اعلاميه اهميت او په دې لړ كښ?? د پاكستان د سفارتي لائحې په اړه د سناتور ميا محمد عتیق شېخ د التواء په تحريك بحث راغونډولو كښ?? د خارجه چارو وزير ووئيل په بركس اعلاميه كښ?? ھغه خبرې موجود دي كومې چې په هارټ آف اشياء كښ?? په زيات سخت اندازه كښ?? وې۔ ده ووئيل د بركس اعلاميې معامله د امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ د وېنا نه پس ميډيا رامخې ته كړې٬ پاکستان په سفارتي كچه هېڅ ډول كمزوري نه ده ښودلې٬ زمونږ اتحاديان مونږ سره ولاړ دي۔ ده ووئيل په كومو تنظيمونو چې سكيورټي كونسل بندېز لګولې وٶ ھغه دلته د وړاند?? ن?? لغوه ګرځولې شوې وو۔ د اولس مشر ټرمپ د وېنا نه پس مونږ په سفارتي كچه خپلې هڅې ګړندۍ كړې او د پاكستان پوزيشن مو ښه كړې ٬ ده ووئېل په اوسنو حالاتو كښ?? سفارتي اړيكې بهترې دي۔ ده ووئيل مونږ ايران٬ سعودي عرب او تركيې سره ولاړ يو ٬ ملګري هېوادونه مونږ سره داسې ولاړ دي څنګه چې وړاندې وو